تازه خبرونه
پناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
دا وړاندیز د کډوالۍ او پناه غوښتنې د هغې لایحې یوه برخه ده، چې ټاکل شوې د سېشنبې پر ورځ پارلمان ته وړاندې شي.
د بریټانیا حکومت داسې یوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې پناه غوښتونکي ښايي په دې هېواد کې د ملاتړ او کار له ترلاسه کولو وروسته د استوګنې او مالي مرستو تر ۱۰ زره پونډه پورې لګښتونه بېرته ورکړي.
دا وړاندیز د کډوالۍ او پناه غوښتنې د هغې لایحې یوه برخه ده، چې ټاکل شوې د سېشنبې پر ورځ پارلمان ته وړاندې شي.
د دې طرحې له مخې، پناه غوښتونکي باید د دایمي استوګنې د شرایطو له پوره کولو مخکې خپل پاتې پور پرې کړي.
ویل شوي، چې د پیسو بېرته ورکولو دغه سیسټم به د زدهکړیالانو د پورونو سیسټم ته ورته وي. که د یوه کس عاید یوې داسې ټاکلې کچې ته ورسېږي، چې تر دې دمه اعلان شوې نهده ؛ نو میاشتنۍ پیسې به ترې اخیستل پیل شي.
د بریټانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بېرته ورکولو معیاري کچه به په پیل کې ۱۰ زره پونډه وي؛ خو د کورنیو چارو وزیر به د دې پیسو د لوړولو یا کمولو واک ولري.
همداراز هغه کسان، چې د پور تر پرې کولو مخکې بریټانیا پرېږدي؛ د بېرته ستنېدا پر مهال به اړ وي، چې ټوله پاتې کچه ورکړي.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي: دا کار د پناه غوښتنې پر سیسټم د مالي فشار د کمولو لپاره وړاندې شوی او هغه کسان، چې د ورکړې وس لري؛ باید خپله ونډه ورکړي.
دغه وړاندیز له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د کډوالۍ ځینو کارپوهانو د دې طرحې د احتمالي عوایدو په اړه شک څرګند کړی او د بشري حقونو ځینو بنسټونو بیا دا کار ناعادلانه بللی او څرګندوي، چې دا به د پناه غوښتونکو د ادغام پر بهیر منفي اغېز وکړي.