تازه خبرونه

پنتاګون په غزني کې د راغورزیدلې الوتکې د قربانیانو نومونه په ډاګه کړل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۳۹۸)

پنتاګون د خپلو دوه پوځیانو نومونه، چې دوه ورځې مخکې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې له راغورزیدلې الوتکې موندل شوي وه؛ په ډاګه کړل.

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې؛ دغه دوه پوځیان هر یو ۴۶ کلن  پال واس، چې د ویرجینیا ایالت په لانګلي ـ یوستیس کې یې دنده درلوده او دغه راز ۳۰ کلن کپیتان رایان، چې د نیو همپشر د ایالت د هادسون اوسیدونکی و او په سویلي داکوتای کې یې دنده لرله؛ د غزني د ده یک د راغورزیدلې پوځي الوتکې قربانیان دي.

د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګت تېره ورځ ویلي وه، چې په غزني کې د راغورزیدلې پوځي الوتکې «E-11A» د مړو پاتې شوني او توره بکسه موندل شوي او داسې کومه نښه نشته، چې ګویا دښمن دې رانسکوره کړي وي.   

د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال مکنزي هم تېره ورځ ویلي وه؛ زه ډاده یم، چې په دې پېښه کې د دښمن لاس نه و.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکایي ځواکونه سیمې ته استول شوي او له کوم خنډ سره ندي مخ شوي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د پېښې بنسټیز خنډ د هوا حالات دي، چې خورا ډېر مهم هم نه ول. سیمې ته د استخباراتي ډلې د رسیدو لپاره مناسب تدابیر په پام کې نیول شوي وه؛  که، چې سیمې ته د رسیدو لپاره د ډېرو خلکو له لاسه ورکول وروستی غوراوی دی، چې باید تر سره شوی وای.

طالبانو ویلي، چې دا الوتکه په تکتیکي ډول غورزول شوې ده.

Trending

Exit mobile version