سیمه ییز خبرونه
پنتاگون د افغانستان لپاره د روسي چورلكو په ځای بل متبادل نه ويني
د اوكراين د كړكېچ پر سر د لويديځ او روسيې تر منځ د اړيكو خړپړتيا ممكن په روسي چورلكو د افغان ځواكونو تجهيزول اغېزمن كړي.
د امريكا لوى درستيز مارتين دمپسي وايي، پنتاگون دا مهال د افغانستان لپاره د روسیې د ایم آی -۱۷چورلكو متبادل نه ویني.
نوموړى زياتوي:
كه څه هم افغان ځواكونو ته د دې چورلكو د تر لاسه كولو لپاره پر بديلې لارې كار كيږي؛ خو متحده ايالتونه دا مهال ورته بديله لار نه لري. د روسیې د روسبرون ایکسپورت کمپنۍ پرضد د بندیزونو د لگولو هڅه به سبب شي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په موقت ډول له هوايي ملاتړه بې برخې شي او دا د اندېښنې وړ ده.
پینتاگون له دې مخکې تایید کړې وه، چې د روسیې پرضد بندیزونه به د افغانستان د هوايي ځواک لپاره له روسیې د ایم آی -۱۷چورلكو د رانیولو پر تړون اغېز ونه کړي.
چورلكو ته د افغان ځواكونو اړتيا دا مهال ډېره او اړينه بلل كيږي.
د اوكراين د كړكېچ په تړاو پر ځينو روسي شركتونو د بنديزونو د لگولو وړانديز تېره اوونۍ د امريكا مشرانو جرگې ته وړاندې شو. په دې كې هغه شركت هم راځي، چې افغان ځواكونو ته ايم آى اولس ډوله چورلكې برابروي.
مخكې له دې څو امريكايي سناتورانو د امريكا له دفاع وزير غوښتي ول، چې له روسبرون اكسپورت شركت سره اړيكې پرې كړي.
د افغانستان دفاع وزارت چارواكو په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه.