بلخ @ps

پنجشیر ولایت ته د طالبانو نومول مرستیال والي وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي ذوالفقار او ورسره مل د پېنځه کسانو له وژلو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ کې د آهنګرانو سیمې په چاڼيزو عملیاتو کې عبدالاحد نومی( ذولفقار) چې د پنجشیر ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوی مرستیال والي او د نظامي کمیتې مسوول هم و؛ له خپلو پېنځه  ملګرو سره یو ځای وژلی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلوالو طالبانو دغه نومول شوي مرستیال والي د کاپیسا ولایت او د یاد ولایت هم سرحده ولایتونو او د یو شمېر نورو سیمو په ناامنیو کې هم بنسټیز لاس درلود

دغه راز ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې له وسلوالو طالبانو څخه لاسي بمونه، راکت انداز، پوځي تجهیزات او لسګونه میله سپکې او درندې وسلې د ملي پولیسو ځانګړیو منسوبینو ته پاتې شوي او یو شمېر وسایط یې له منځه تللي دي.

طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version