تازه خبرونه

پنځه تنه خوشې شوي طالب چارواکي به یو کال نور هم په قطر کې وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسولین وایي په قطر کې د پنځو طالب چارواکو د پاتې کیدو وخت یو کال نور هم وغزید.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني په وینا امریکايي چارواکي له قطري چارواکو سره په دې سلا شوي چې له ګوانتانامو څخه خوشي شوي پنځه طالب چارواکي د یو بل کال لپاره هم په دغه هیواد کې پاتې شي.

له بلې خوا د مشرانو جرګې یو شمیر غړي اندښنه لري او وايي که دغه طالب چارواکي بشپړ آزاد شي، د افغان امنیت ته خطر پیښولی شي.

د طالبانو په لاس د یرغمل شوي امریکايي سرتیري باو بریګډال د خوشي کیدو په بدل کې یو کال وړاندې له ګوانتانامو زندان څخه پنځه طالب چارواکي خوشي شول او قطر ته انتقال شول. امریکا او قطر په دې سره شلا شوي دي چې دغه طالب چارواکي دي د یو بل کال لپاره هم قطر کې و اوسیږي.

دلته په افغانستان کې د مشرانو جرګې ځیني غړي اندېښمن دي او وايي که دغه طالبان په بشپړه توګه ازاد شي، د افغانستان امنیت ته خطر پيښولی شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار:

” افغان حکومت باید د دغو کسانو د خوشې کېدو په اړه اندیښمن و اوسي؛ ځکه دا هغه مهم کسان دي چې د یوه امریکایي په بدل کې آزاد شوي. دا د افغان حکومت دنده ده چې دغه کسان افغانستان ته راولي او که څوک پرې عارض وي جزا دې وویني او له هغه پرته دې دلته د یوه عادي افغان په توګه ژوند وکړي.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارث:

” دا چي دغه کسان د طالبانو د حکومت پر مهال ډیر مهم کسان ول، نو که افغانستان ته راشي، په دې اړه اندیښنې موجودي چې یوځل بیا به افغانانو ته ستونزې جوړې کړي.

تر اوسه د سولې په هکله عملي هڅو او د سیاسي الفاظو بدلولو طالبان سولې راضی نه کړل.

طالبان لاهم جنګیږي او د افغانستان په زیاترو سیمو کې جګړه روانه ده.

Trending

Exit mobile version