سیمه ییز خبرونه

پنځه تنه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د کمېشنرانو په توګه وټاکل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر حامد کرزي د غوراوي کمېټې له لوري د ور پېژندل شوو ١٥ کسانو له ډلې پنځه تنه د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د کمېشنرانو په توګه وټاکل.

د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړه ده.

يادې کمېټې د دغه قانون د اوومې مادې له مخې، د ٢٦٣ تنو له ډلې ١٥ تنه ولسمشر کرزي ته ور پېژندلي وو.

په دغو کسانو کې ډاکتر نجيب الله، شجاع الدين شجاع، شفيقه معابر، عبدالستار سعادت، عبدالجبار حميدي، سيد عزيزالله الفتي، ريدا عظيمي، محمد جواد صالحي، عبدالغيور غيور، امان الله تجلى، نادر محسني، عزيزالله اريافر، کاظميه محقق، سيد فاروق عمر او پيغمبرقل دوغن شامل دي.

د غوراوي کمېټې د غړي فضل الهادي مسلميار د معلوماتو له مخې، قومي ترکيب هم د يادو کسانو په انتخاب کې په پام کې نيول شوى او له دې ډلې ٥ پښتانه، ٤ تاجک، دوه ازبک، درې هزاره او يو ترکمن دی.

د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشاء له لوري د دوشنبي په ورځ ( د وږی ۲۵ ) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د يوه فرمان له مخې عبدالستار سعادت، ريدا عظيمي، نادر محسني، عزيزالله اريافر او پيغمبرقل دوغن د ټاکنيز شکايتونو د خپلواک کمېسيون د غړو په توګه منظور کړي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه کسان د اساسي قانون د ١٥٦مې مادې، د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو د قانون د څلورمې فقرې، ٢٢مې مادې بر بنسټ د ١٥ تنو له ډلې غوره کړاى شوي دي.

د سرچينې په وېنا، پېژندل شوي غړي موظف دي، چې د ياد قانون د څلورمې فقرې د شلمې مادې د حکم له مخې، په خپلې لومړۍ ناسته کې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک مرکزي کمېسيون رئيس، مرستيال او منشي غوره کړي او خپل فعاليت د هېواد د اساسي قانون او د ټاکنو د قانونونو له مخې پېل کړي.

له دې وړاندې (د زمري اوومه)، ولسمشر حامد کرزي د غوراوي کمېټې له لوري د ور پېژندل شوو ٢٧ کسانو له ډلې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لپاره هم نهه کمېشنران ټاکلي وو.

Trending

Exit mobile version