سیمه ییز خبرونه
پنځوس سلنه افغان پوليس نا لوستي دي
د كابل ښار يو شمېر اوسېدونكې له خلكو سره د پوليسو د نا سم چلند لامل د دوى بې سوادي ګڼي. په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، هڅه كوي تر څو د پوليسو ظرفيت او د دوى د ليك لوست كچه لوړه كړي.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست اداري معين محمد وكيل اكبري وايي:
له ۲۰۰۱ كال څخه تر اوسه د دوى د ښوونې او روزنې د پراګرام له لارې درويشت زره افغان پوليس لوستي شوي دي، خو اوس هم پنځوس سلنه پوليس ځواكونه نا لوستي دي.
همدارنګه په افغانستان كې د يونسكو رئيس فونتاني بيا وايي، چې اوس مهال شاوخوا اويا سلنه پوليس نا لوستي دي.
په افغانستان کې د یونسکو رئیس همدارنګه زیاتوي ، د يونسكو نړيوال سازمان له ۲۰۱۱ كال را په دې خوا د افغان پوليسو د روزنې يو شمېر پروګرامونه پېل كړي دي، چې په لومړي پړاو كې يې د پوليسو پنځه سوه تنه افسرانو ته يې د افغان پوليسو د روزنې لپاره روزنه وركړې ده او په دوهم پړاو كې به همدومره افسران وروزل شي.
له بلې خوا د كابل يو شمېر ښاريان له خلكو سره د پوليسو چلند نا سم بولي او وايي، كه ټول پوليس لوستې ووسي نو ښايې له خلكو سره يې چلند هم سم شي.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي معين محمد ايوب سالنګي وايي:
پوليسو ته د ليك لوست زده كړې پروګرامونه له لاس لاندې لري. د نوموړې په باور لوستې پوليس په دغه وزارت كې د فساد د مخنيوي له پاره هم ګټور دي.
بې سوادې په افغانستان كې يوه له جدي ستونزو څخه بلل كېږي، چې د پنځوس سلنه پوليسو تر څنګ د دغه هېواد اويا سلنه عام وګوړي هم د ليك لوست له نعمته بې برخې دي.
په همدې حال كې يونسكو د كورنيو چارو له وزارت سره د پوليسو د پاره د ليك لوست د زده كړې په موخه يو تړون لاسليك كړ، د دغه تړون لګښت، چې درې ميليونه ډالر كېږي د چاپان د سفارت له خوا د افغانستان كورنيو چارو وزارت ته وركول كېږي.