تازه خبرونه

پنځوس په سلو کې افغانان رواني ناروغي لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

جګړه، بېوزلي او بېکاري هغه عوامل دي، چې د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په باور یې په خلکو کې رواني ناروغۍ ډېرې کړې دي.

په افغانستان کې د رواني روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه. له دغې ورځې څخه په داسې حال کې یادودنه کیږي، چې په هرو سل افغانانو کې پنځوس کسان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي.

جګړې او فقر د افغانانو پر روان ناوړه اغېزه کړې، چې د مسوولینو په وینا د دغې ستونزې د حل لپاره جدي پروګرامونو ته اړتیا ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکار وایي، په هېواد کې ډېر شمېر فکتورونه شته، چې رواني ناروغۍ رامنځته کوي او د انسانانو د رواني ناروغیو سبب شوي دي. ان انسانان یې ځانوژنې ته اړ کړي دي.  

دغه څېړنه او سروې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره شوې او ښيي، چې په رواني ناروغیو د اخته پېنځه کسانو څخه یو یې په مضمن او حاد ډول کړیږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی داکتر نیکولاس تایلور وایي: روغتیا یوه بنسټیزه موضوع ده؛ جګړه، بېوزلي او بېوسي سبب شوې، چې د افغانستان ډېر خلک په دغو ناروغیو اخته شي. په داسې حال کې، چې افغانان علم، زدکړې او زراعت ته بنسټیزه اړتیا لري.

روانپوهان وایي، چې ډېري ناروغان ځوانان دي.

د روان او اعصابو څانګوال( متخصص) داکتر زلمی شینواری وایي، چې: روانې ناروغۍ درې ډوله دي؛ بیالوژیکي، رواني او ټولنیزې، چې د درې واړو یوځای کیدل رواني ناروغۍ رامنځته کوي. په افغانستان کې رواني ستونزې ډېرې دي، چې کورنۍ اقتصادي ستونزې یې په سر کې راځي.

داکتران وایي، چې د روانې نارغیو اصلي لامل جګړه، فقر او بېکاري ده؛ باید له منځه یوړل شي.

خبریال: انصار الله نعمت

Trending

Exit mobile version