سیمه ییز خبرونه
په آذربايجان كې به پرسيمه ييزو ستونزو د آسيا زړه هېوادونه بحث وكړي
په ازربايجان كې د آسيا زړه د هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړيږي . سيمه ييزې ستونزې، له نشه يې توكو او ترهگرۍ سره مبارزه به هغه موضوگانې وي، چې په پام كې ده راتلونكې اوونۍ كې پرې بحث وشي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:
سيمه ييزو ستونزو ته د آذربايجان ناسته ډېره مهمه ده .
له ترهگرۍ او نشه يې توكو سره مبارزه او د اقتصادي همكاريو زياتيدل به د دغې ناستې د بحث مهمې موضوگانې وي.
د بهرنيو چارو وزارت معين جاويد لودين له خپل آذربايجاني سيال سره په كابل كې د يوې گډې خبرې غونډې پرمهال دغه ناسته مهمه وبلله .
د آذربايجان د بهرنيو چارو وزارت معين عراض عظيم اووف وايي:
له ترهگرۍ او نشه يي توكو سره د مبارزې لپاره مو هېواد بشپړ چمتوالى لري.
په كابل كې د آسيا زړه د هېوادونو دوه يمه ناسته د روان كال په جوزا مياشت كې جوړه شوې وه. په دې ناسته كې، چې له څلويښتو د زياتو هېوادونو استازيو په كې گډون كړى و.
دواړو افغان سيالانو افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد او د افغانستان د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.