نړۍ

په آسترالیا کې ۶ درجې زلزلې د میلبورن ښار ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۱, ۱۴۰۰)

د آسټرالیا اړوند سرچینو ویلي؛ د رښتر پر کچه ۶ درجې زلزلې د  میلبورن ښار لړزولې، چې ځاني زیان نلري.

دا یوه خورا ځواکمنه زلزله ده، چې په آسټرالیا کې رامنځته شوې ده.

دې زلزلې د آسټرالیا په دوه یم لوی ښار میلبورن کې ودانۍ زیانمنې کړي او په ګاونډ ایالتونو کې یې ټکانونه احساس شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د  ویکتوریا په ښارګوټي کې دی، چې د میلبورن شمال ختیځ لوري  څخه ۲۰۰ کیلومټره لرې پروت او ۱۰ کیلومټره ژوروالی لري.

د یادونې ده، چې ورپسې د رښتر په کچه ۴ درجې زلزله هم رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version