کوید۱۹
په آسټرالیا کې د کروناویرس مثبتې پېښې مخ پر ډېرېدو دي
رویټرز راپور ورکړی، چې نن د آسټرالیا په نوي ساوت ویلز ایالت کې د کرونا ویروس ۱۵۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د آسټرالیا په نوي ساوت ویلز ایالت کې له تېرو څو اوونیو راپدیخوا د کروناویرس خپرېدل خورا ډېر شوي دي..
د راپور له مخې؛ تر دې دمه په دې ایالت کې اته کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې ، پدې ایالت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.
د دغو پېښو له ثبت سره په آسټرالیا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۳۰۰۰ ته رسیدلی او د مړیو شمېر هم ۱۰۸۴ لوړ شوی دی.