کوید۱۹
په آسټرالیا کې له کروناویرسه د مړینې ډېرې پېښې ثبت شوې
رویټرز راپور ورکړی، چې آسټرالیا د کرونا ویرس له خپریدو راپدیخوا د مړینې ډېر شمېر ثبت کړی، چې ورسره په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شو.
د راپور له مخې، د هېواد په روغتونونو کې هم پر کرونا ویروس ډېر اخته کسان بستر شوې دي.
د آسترالیا د رسمي څرګندونو له مخې؛ نن په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس ۷۷ کسان مړه شوي او په ټول هېواد کې د ویروس ۷۳ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د نیو ساوت ویلز لومړي وزیر ډومینیک پروټ یوې خبري غونډې ته ویلي: نن زمونږ د ایالت لپاره خورا سخته ورځ ده.
د کرونا ویروس د خپریدو له پیل راپدیخوا په آسټرالیا کې یو اعشاریه شپږ میلیون مثبتې پېښې ثبت شوي، چې یوازې یو اعشاریه درې میلیو یې په تېرو دوه اوونیو کې ثبت شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې موده کې ۲۷۷۶ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.