لوبی
په آسیایي فوتبال لوبو کې افغانستان د عمان پر وړاندې بریالی شو
د افغانستان د فوتبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د آسیایي ملتونو د غوراوي جام د لوبو په لړ کې د جمعې پر ورځ په خپله دوه یمه ګروپي سیالۍ کې عمان ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان ۲۰ کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې اړوند لوبغاړي امید رجبي په اته ویشتمه دقیقه کې د عمان لوبډلې پر وړاندې خپل زړه راکښونکی ګول ترسره او افغان لوبډله بریالۍ شوه، چې تر پایه د عمان د ګول وهنې مخه ونیسي.
له دې دوه یمې ګروپي لوبې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې، چې د چارشنبې پر ورځ د وږي پر درویشتمه ترسره شوې ده؛ تایلند افغانستان ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
د افغان ځوانانو درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه به د یکشنبې پر ورځ د وږي اووه ویشتمه د فلیپین د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.
افغانستان له یوې بریا او یوې ماتې سره درې نمري لري او په دوه یم ځای کې تایلند د یوې لوبې له پر ترسره کولو درې نمرې لري؛ خو د دې ګروپ په سر کې دی او عمان له یوې ماتې او یوې بریا سره د درېیم مقام لرونکی دی.
د یادونې ده، چې افغانستان د دغو سیالیو بل پړاو ته د رسیدو لپاره باید د عمان پر کوربتوب له تایلند او فیلیپین څخه لوبې وګټي.