ساینس او ​​ټیکنالوژي

په آلمان کې د ټیسلا موټرو لومړنۍ کارخونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۱)

د ټیسلا برښنایي موټر جوړوونکي شرکت د سې شنبې پر ورځ په اروپا کې د آلمان پلازمېنې برلین ته څیرمه خپله لومړۍ فابریکه پرانیستله.

ټیسلا شرکت څرګندوي؛ د دوی نوې ګیګا کارخونه به ۱۲۰۰۰ کسان پر کار وګماري او تمه ده، چې په کال کې ۵۰۰۰۰۰ موټرې تولید کړي.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز او د اقتصاد وزیر رابرټ هابیک، د ټیسلا موټرو شرکت له بنسټ ایښودونکي ایلان ماسک سره د برلین د سویل ختیځ په ګرونهایډ ښار کې د دې فابریکې په پرانیستونکیو مراسمو کې ګډون کړی دی.

رابرټ هابیک ویلي، چې د دې فابریکې پرانیسته یو ښه زیری دی، چې د نفتي موټرو ځای به برښنایي موټر ونیسي. آلمان او نور هېوادونه هڅه کوي، چې د شنو خونو ګازونو د خپرېدا کچه راټیټه کړي او د روسیې پر تېلو خپل انحصار لږ کړي.

څه کم درې کاله مخکې ټیسلا د جواز له اخیستو مخکې د دغو پراخو تاسیساتو جوړول پیل کړل. که جواز نه وی صادر شوی؛ ټیسلا به هغه څه له منځه ول، چې جوړ کړي یې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې چاپېریال پوهانو خبرداری ورکړی د دغې کارخونې له کارکولو سره به د سیمې د څښاک اوبو سرچینې اغېزمنې شي، خو ټیسلا دا ټول خبرداری رد کړی دی.

Trending

Exit mobile version