نړۍ

په ابوظبي کې چاودنه له ګاز ډبې رامنځته شوې ـ امارات

Published

on

د عربي متحده اماراتو چارواکو د ټولنیزو رسنیو د نوي برید ادعا رد کړه او څرګندوي، چې د ابوظبي د مرکزي سیمې په یوه ودانۍ کې اورلګېدنه د ګاز ډبې له چاودنې رامنځته شوې ده.

د عربي متحده اماراتو رسمي خبري آژانس (وام) په ډاګه کوي، چې اور د ابوظبي ښار په یوه ودانۍ کې لګېدلی دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د سې شنبې پر ماښام د سلواغې ۱۹ په ابوظبي کې د فاطمه بنت مبارک کوڅې ته نږدې د دوه چاودنو انځورونه خپاره کړل.

د یوې څو پوړیزې ودانۍ په پورتنیو پوړونو کې چاودنې د یمني حوثي وسلوالو لخوا د څارګر برید ګومانونه رامنځته کړي اوغچ اخیستونکی نومول شوی دی.

د خبري آژانسونو د څرګندونو له مخې؛ په عربي متحده اماراتو کې د امریکا سفارت خپلو وګړیو ته خبرداری ورکړی، چې له چاودنو وروسته خپل احتیاطي تدابیر ونیسي.

د عربي متحده اماراتو رسمي خبري آژانس (وام) وايي، پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې او د اور وژنې ډلې اړوند ودانۍ کلابنده کړې ده.

یادې سرچینې د اماراتو له خلکو غوښتي، چې د رسمي چینلونو له لارې دې خبرونه څاري او د افواهاتو له اورېدو دې ډډه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې امنیتي ځواکونه او اور وژونکي سمدستي د پېښې ځای ته ورغلي دي.

په ابوظبي کې د امریکا سفارت له پېښې وروسته خبرداری ورکړی، چې په ابوظبي کې د “احتمالي توغندي یا ډرون برید” راپورونه شته دی.

Trending

Exit mobile version