کوید۱۹

په اتریش کې د کرونا واکسین د کړنلارې پر ضد لاریون وشو

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۰)

په زرګونه اتریشیانو نن په کانبرا کې د کروناویرس د واکسین د کړنلارې پر ضد لاریونونه تر سره کړل.

لاریونکوونکیو د ښار لوی سړکونه تړلي دي.

د اتریش لومړي وزیر سکاټ موریسن له مظاهره کوونکیو وغوښتل، چې سوله ییز لاریونونه وکړي او د تاوتریخوالی مخه ونیسي.

هغه په دې اړه زیاته کړې ؛ نن مې دوی ته پیغام دا دی، چې اتریش یو آزاد هېواد دی او د لاریونونو د ترسره کولو حق لري. زه له دوی څخه غواړم، چې دا کار په سوله ییزه بڼه او درناوي ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۲۴ ګړیو په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۶۴ تنه مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version