نړۍ

په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت د ډزو له کبله ۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

پټرا دولتي خبري سرچینې د عامه امنیت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ پولیسو یو وسلوال، چې د عمان په رابعه کې یې د پولیسو پر ګزمه ډزې ووژل شو، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

Published

on

یوې امنیتي سرچینې او دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ څلورمه / د نومبر څلیریشتمه ) ویلي، په اردن کې د اسرائیلو سفارت ته څېرمه د ډزو له کبله یو وسلوال وژل شوی او درې پولیس ټپیان دي.

پټرا دولتي خبري سرچینې د عامه امنیت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ پولیسو یو وسلوال، چې د عمان په رابعه کې یې د پولیسو پر ګزمه ډزې ووژل شو، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

عیني شاهدانو ویلي؛ د اردن پولیسو مخکې له دې، چې د ډزو غږونه واورېدل شي؛ سفارت ته نږدې سیمه کلابند کړې وه.

دوه عیني شاهدانو ویلي، چې پولیس او امبولانسونه رابعه سیمې ته، چې سفارت په کې دی ورغلل.

دا سیمه د اسرائیلو پر ضد پرله‌پسې لاریونونو د پام وړ ګرځولې ده. دا پاچاهي په ټوله سیمه کې د ځینو لویو سوله‌ییزو لاریونونو شاهده ده؛ ځکه، چې په غزه کې د اسرائیلو ضد جګړې د خلکو احساسات راپارولي دي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي: پولیسو له خلکو غوښتي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي؛ ځکه، چې امنیتي ځواکونو د مجرمینو لټون پیل کړی دی.

د اردن له ۱۲ میلیون وګړو څخه ډېر یې فلسطینیان دي. دوی یا د دوی مور او پلار په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو له جوړېدو سره په جګړه کې اردن ته کډه شوي او یا تښتېدلي دي او د اردن سیند پر غاړه له اسرائیلو سره کورنۍ اړیکې لري.

له اسرائیلو سره د اردن د سولې تړون ډېرو وګړو ته د منلو ندی؛ ځکه، چې د اړیکو عادي کول ورته د خپلو فلسطیني هېوادوالو له حقونو سره خیانت ښکاري.

Trending

Exit mobile version