نړۍ

په اردن کې ٣۷ امریکایي سرتېرو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۲)

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد چارواکو د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې اتمه ) څرګنده کړې، چې د سوریې پولې ته څېرمه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د برید  پر مهال درې امریکايي پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندوړنو له مخې؛ بایډن د دې برید پړه د ایران پر ملاتړې ډلې اچولې. دا د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړه له پیل راپدیخوا په تېرو څلور میاشتو کې پر امریکايي ځواکونو لومړی وژونکی برید دی.

بایډن په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې: په داسې حال کې، چې مونږ اوس هم د دې برید د حقایقو د راټولو په لټه کې یوو؛ خو پوهیږو، چې دا برید په سوریه او عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو افراطي ملیشو ترسره کړی دی.

هغه وایي: شک مه کوئ – مونږ به ټول هغه مسوول کسان په‌خپل وخت او هغه ډول، چې مونږ یې غواړو له حساب او کتاب سره مخ کړو.

بایډن وروسته بیا په سویلي کارولینا کې د یوې غونډې پرمهال د وژل شویو درې سرتېرو لپاره د یوې شېبې چوپتیا پرېکړه وکړه او زیاته یې کړه: مونږ به ځواب ورکړو.

د امريکا دفاع وزير لويډ آسټن دغه ګواښ تکرار کړ. هغه او نورو لوړ پوړو چارواکو د ورځې په پیل کې بایډن ته د برید په اړه معلومات ورکړي وه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ټپیان شوي دي، چې اته کسان یې د لوړې کچې پاملرنې لپاره له اردن څخه ایستل شوي دي.

دوه امریکايي چارواکو ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید نن سهار وختي یوې پوځي اډې ته څېرمه رامنځته شوی دی.

د عراق اسلامي مقاومت، چې د ایران له ملاتړه برخمنې ملیشې دي؛ پر درې اډو د بریدونو مسوولیت منلی، چې یوه یې د اردن او سوریې پر پوله ده.

دا برید په منځني ختیځ کې د روان کړکېچن وضعیت په لړ کې له تاوتریخوالي ډکه پېښه ده. په غزه کې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ او ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې ووژل. په غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه ۲۶۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

له هغه وخت راپدیخوا په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر امریکايي ځواکونو له ۱۵۰ ډېر بریدونه کړي دي.

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثيانو د امریکا پر جنګي کښتیو هم بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا رسماً په سیمه کې د جګړې اعلان نه‌دی کړی؛ خو امریکایي ځواکونو په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو او د یمن د حوثيانو پر ضد بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version