سیمه ییز خبرونه
په ارزګان کې د استرالیا د ولایتي بیا رغونې ډلې خپل دفترونه وتړل
په ارزګان كې د استراليا د بيا رغاونې ولايتي ډلې تر نهه كلن فعاليت وروسته د دوشنبې په ورځ ( د لړم ۶ ) دفترونه وتړل.
د استراليا لومړى وزير ټين ابوټ وايي:
دوی به له دې وروسته هم افغانستان يواځې نه پرېږدي او مرستې به يي ور سره دوام ولري.
په همدې حال کې د كورنيو چارو وزيرعمر داوود زى وايي:
اوس افغان ځواكونه دې ته جوګه شوي، چې خپلې امنيتي چارې پر غاړه واخلي.
په دې مناسبت جوړې شوې غونډه كې د ارزګان والي اميرمحمد آخندزاده په دې ولايت كې د امريكا، هالنډ، او استراليا مرستې او هڅې وستايلې.
هغه وويل، په تېرو دولسو کلونو كې د تر لاسه شويو برياوو د ساتنې لپاره په كار ده، چې وروسته له دې هم نړيواله ټولنه له افغانستان سره په خوا كې ودرېږي.
بل خوا د ولسي جرګې غړي میربت منګل او وږمه صافۍ وايي، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو پر مېشتېدو سره په بېلابېلو برخو كې پرمختګونه وشول، خو هغه څه تر لاسه نه شول، چې افغانانو يي تمه درلوده.
په اروزګان کې د ولايتي بيارغونې ډلې مسئوليت له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٨ پورې د امريکا متحده ايالاتو په غاړه و، چې ورپسې تر ٢٠١٠ پورې دا چارې هالنډ پرمخ وړې او له دې نېټې وروسته تر اوسه پورې د استراليا هېواد په غاړه وې.