سیمه ییز خبرونه

په اروپا كې د ناټو نوی قوماندان: د افغانستان د حالت پر وړاندې به كله هم بې تفاوته پاتې نه شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په اروپا كې د ناټو نوی قوماندان وايې، ناټو بايد د افغانستان د امنيتي ننګونو پر وړاندې بريالۍ شي. دى وايې، په افغانستان كې د ناټو تېرې لس كلنې برياوې دې تړون ته با ارزښته دي او د ناټو غړي يې بايد د ساتنې لپاره ډېرې هڅې وكړي.

كه څه هم له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د لېږد پروسه دوام لري، په اروپا كې د ناټو نوي قوماندان جنرال فليپ بريدلف ويلي:

د ناټو غړي هېوادونه بايد له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د ويستلو په بهير كې په دې هېواد كې خپلې هڅې كمې نه كړي.

د ناټو دغه څلور ستوريز جنرال زياته كړه، ستونزې ډېرې دي، چې ناټو يې بايد د افغانستان د ماموريت پر وړاندې له منځه يوسي.

په بري سره به د امنيتي چارو د لېږد پروسه له ننګونو سره مخ وي او د پلانونو د عملي كولو لپاره قوي ارادې او استثنايي مشرتابه ته اړتيا ده او ناټو بايد د خپلو لس كلونو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره مبارزه وكړي.

د ناټو دغه جګپوړى قوماندان همدا راز وايې، د افغانستان د حالت پر وړاندې به كله هم بې تفاوته پاتې نه شي او د دې هېواد له ننګونو سره به مبارزه  وكړي.

نوموړی زیاتوي، هغه څه چې مونږ يې نه شو كولاى دا دې، چې په افغانستان كې د اوضاع تر بدلون وروسته لاس تر زنې كينو او خپلې لاسته راوړنې په سيند لاهو كړو. د ناټو غړي هېوادونه بايد د ستونزو د هواري په برخه كې ماهرانه ګامونه پورته كړي، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې د ناټو ملګري غښتلي او ګټور دي.

دا په داسې حال كې ده، چې په راتلونكو دوو مياشتو كې به افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پنځم پړاو پېل شي او د روان كال تر پايه به دا پړاو بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version