تازه خبرونه

په اروپا کې له ۲۰۰۰۰۰ ډېر بې کوره کډوال افغان ماشومان دي

Published

on

Reuters

له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا په اروپا کې له ۲۰۰ زره ډېرو بې کوره ماشومانو د پناه غوښتنه کړې، چې ډېري یې د افغانستان اوسیدونکي دي.

د ماشومانو د خوندیتابه بنسټ څرګنده کړې، چې ډېري کډوال افغان ماشومان دي او پاتې نور د سوریې او آفریقا اوسیدونکي دي.

په راپور کې راغلي، چې اروپا ته د رسیدليو ماشومانو ډېره برخه ښایي له ثبته پاتې وي او یا هم په لاره کې له ناوړه چلند سره مخ او یا هم کیدی شي نیول شوي یا بېرته خپلو هېوادونو ته بېرته لیږل شوی هم وي.

په تېرو پېنځه کلونو کې له ۷۰۰ ډېرو ماشومانو اروپا ته د سمندره له لارې د تګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یو شمېر کډوال ماشومان په کمپونو او ځینې نور د شړلو یا نیول کیدو له وېرې له خپلو کورنیو سره اړیکه نشي نیولی.

یاد بنسټ ويلي، چې دغه ماشومان له بحران ځپلیو هېوادونو څخه تښتیدلي دي.

په راپور کې راغلي: افغانستان د جګړې له کبله د ماشومانو لپاره یو خونړی هېواد دی او ډېر ماشومان ترې اروپا ته کډوال شوي دي.

یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي، چې افغانستان اوس د دغو ماشومانو بېرته راستنیدو لپاره خوندي دی.

په دې راپور کې د دغو ماشومانو رواني ستونزې هم په ګوته شوي او په ډاګه کوي، چې د دوی له څېرو تل د وېرې، خفګان او ستونزو نښې ښکاري.

د یاد بنسټ مدیرې انیتا بې بندیګارد ویلي؛  که څه هم پرمختګونه شته؛ خو دا د پولې سختې پالیسۍ او اقدامات دي، چې اروپا ته د زیان منونکيو ماشومانو د ننوتلو مخه نیسي. اروپا باید له تېروتنو زده کړي. د کډوالۍ نوې تګلارې باید د ماشومانو ژوند ته پوره پام راواړوي.

راپور دا هم په ډاګه کړې؛ له دغو ۲۰۰ زره ماشومانو څخه ډېري د افغانستان، سوریې، اریتوریا او داسې نورو هېوادونو څخه دي، چې په آلمان، یونان، ایټالیا او سویدن کې ژوند کوي.

دې له اروپایي اتحادیې غوښتي، چې د پناه غوښتنې پرېکړو په بهیر کې د ماشومانو حقونه تضمین دي.

Trending

Exit mobile version