سیمه ییز خبرونه

په ارگ كې افغان ولسمشرحامد كرزي له امريكايي سناتورانو سره وليدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشرحامد كرزي له شمېر امريكايي سناتورانو سره په ليدنه كې پر شويو ژمنو ټينگار وكړ.

افغان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په شپه(د مرغومي۲۸) په ارگ كې له يو شمېر امريكايي سناتورانو سره ليدلي دي.

د ارگ د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه كې د امريكا د دموكرات او جمهوري غوښتونكيو گوندونو سناتوران، چې جان مكين هم په كې و، له افغان ولسمشر سره پر مهمو موضوعاتو وغږيدل.

سرچينه زياتوي:

په دغه غونډه كې امريكا ته د افغان ولسمشرد وروستى سفرلاسته راوړنې، افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو ليږد ، د سولې پروسه، او له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان او امريكا اړيكې هغه موضوعات ول، چې دواړو لوريو پرې خپل نظريات وړاندې كړل.

امريكايي سناتورانو د افغان ولسمشر وروستى سفر بريالى بللى، خو افغان ولسمشر ټينگار كړى، چې بايد په وروستي سفر كې مطرح شوي موضوعات عملي بڼه خپله كړي.

امريكايي سناتورانو ژمنه كړې، چې له افغانستان سره به خپلو همكاريو ته دوام وركوي.

امريكا يي چارواكو له افغان ولسمشر سره په وروستي سفر كې دې هوكړې ته رسيدلي، چې تر دوه زره اوولسم ميلادي كال پورې به د افغان پوځ مالي ملاتړ كوي.

د غه راز افغان پوځ ته به پېنځه سوه زغروال ماشينونه، لوژيستكي او جنگي الوتكي هم وركوي.

Trending

Exit mobile version