تازه خبرونه
په ارگ کې حامد کرزي او جیمز دابنز د ټاکنو په اړه خبرې کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز دابنز تېره ورځ په ولسمشرۍ مانۍ کې له حامد کرزي سره کتلي دي.
له ارگ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې:
جیمز دابنز او حامدکرزي د ولسمشریزو ټاکنو د رایو په بیا شمېرني او همداراز د دواړو نوماندانو تر منځ د خبرو اترو په اړه خبري کړې دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې:
ښاغلي دابنز ولسمشر حامد کرزي ته د وروستیو پرمختگونو په اړه هم معالومات ورکړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره شوې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د دوه یم پړاو د ټولو رایو د بیا شمېرنې، پلټنې او کتنې ځنډول شوی بهیر بیا پیل شوی دی.