تازه خبرونه

په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کابل برښنا پرې شوې

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۷, ۱۳۹۹

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې د ازبکستان د برښنا په بندونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته د مرکز کابل په ګډون د ۱۲ ولایتونو وارداتي برښنا پرې شوې ده.

یاد شرکت زیاته کړې، چې اوسمهال د هېواد برښنا د کورنيو تولیدي شبکو څخه وېشل کیږي.

شرکت په ډاګه کړې، چې د افغانستان تخنیکي ډلې له ازبک ډلې سره په اړیکو کې دي او د ستونزې د ژر تر ژره حل لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرکال د هېواد اتباع د ساړه ژمي په څپرکي کې د برښنا له کمښت سره مخ کیږي. افغان حکومت تر دې دمه د دغې ستونزې د تلپاتې حل ته ژمنو ته پام ندی کړی او د پلازمېنې په ګډون نه یوازې د اړوند ولایتونو تولیدي کارخونې درېدلي ، بلکې له تورتم سره هم مخ شوې دي.  

Trending

Exit mobile version