سیمه ییز خبرونه
په ازره او حصارك ولسواليو كې سيمرغ نومي عمليات بريالي تر سره شول
ملي دفاع وزارت د لوگر په ازره او د ننگرهار په حصارك ولسواليو كې د سيمرغ نومو عملياتو په برياليتوب له پايته رسيدو خبر وركوي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمی وايي:
سيمرغ عمليات لومړني پراخ عمليات دي، چې د ملي اردو د بېلابېلو برخو په همكارۍ په خپلواكه توگه ترسره شول.
د ده وينا، د دې عملياتو په لړ كې شاوخوا دوه سوه وسله وال جنگيالي وژل شوي يا نيول شوي ، چې ډېر يې بهرنيان دي.
پدې عملياتو كې ملكي وگړيو ته زيان ندى رسيدلى؛ خو په ترڅ كې په واټ ماينونو او مخامخ جگړو كې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند په ډاگه كړه، چې په دې عملياتو كې د ملي اردو ځواكونو و كولى شول، چې مخالفين مات او بشپړه سيمه تر خپل واك لاندې راولي.
د جنرال عظيمي په وينا، د ازرې او حصارك ولسواليو خلك له مخالفينو په تنگ شوي ول او د ملي اردو ځواكونو ته يې ښه د زړه له كومي راغلاست ووايه.
