تازه خبرونه

په استانبول کې د افغانستان د راتلونکي فکري ناستې اتم کنفرانس جوړ شو

Published

on

د دوحې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو مرکز د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د راتلونکي فکري ناستې د اتم پړاو د درې ورځني کنفرانس له پیلېدو خبر ورکړ.

ویل کیږي، چې دا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په ګډون د مهمو شخصیتونو په حضور کې جوړه شوې ده.

سلطان برکات په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د وروستي راپور د څېړلو ترڅنګ، په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري شړل او پر صحي مسایلو د افغانستان پرښځو د لګول شويو محدوديتونو اغېزې وڅېړل شي.

داسې ښکاري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د وضعیت په اړه د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه په دې غونډه کې تر ټولو مهمه موضوع ده.

دغه راپور، چې د نوامبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش له‌خوا امنیت شورا ته وړاندې شو او ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

د قطر د دوحې په اندتون (انسټیټیوټ ) کې د سیاست فلسطیني نژاده استاد سلطان برکات د افغانانو د خپلمنځي خبرو په چوکاټ کې د ۱۳۹۹ کال د تلې پر ۲۹ نېټه د اسلامي امارت له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د ناستې یو له منځګړي و.

Trending

Exit mobile version