روغتيا
په اسرائیلو کې زرګونه مهاجرې زاڼې د مرغانو انفلونزا مړې کړي
(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۰)
په اسرائیلو کې د مرغانو خپرې شوې انفلونزا له ۵۰۰۰ ډېرې مهاجرې زاڼې مړې کړې دي.
اسرائیلي چارواکو د هېواد دغه ګرځندویه سیمه تر پاملرنې لاندې نیولې او له دغې سیمې لیدنه یې منع کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ اسرائیل د ځنګلي ژوندانه د رامنځته شوي ناورین د مخنیوي لپاره په زرګونه مرغان له منځه وړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بنت هم له هېوادنیو چارواکو سره وکتل، چې انسانانو ته د انفلونزا د خپریدو د مخنیوي پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړي.
انسانانو ته د مرغانو د انفلونزا د خپریدو هیڅ راپور ورکړ شوی ندی.
د اسرائیلو د چاپېریال ساتنې وزیر تامار زندبرګ ټویټ کړی، چې: دا د اسرائیلو په تاریخ کې د ځنګلي ژوندانه ترټولو پراخ زیان دی.