تازه خبرونه
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت له زدهکړیالانو څخه د لګېدلو تورونو د وضاحت غوښتنه وکړه
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سردار احمد شکیب له یو شمېر افغان زدهکړیالانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې پر سفارت د لګېدلو تورونو او هغې لوحې ته، چې د اسلامي امارت بیرغ هم په کې دی د سپکاوي په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن (سې شنبه د کب دوهویشتمه) خپره شوې؛ د اسلامآباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان زدهکړیالانو د ټولنې غړیو په دې غونډه کې ویلي، چې دا د یوه زدهکړیال لهخوا یو فردي عمل دی او دوی یې په اړه بښنه غواړي.
دوی ټینګار کړی، چې د زدهکړیالانو ټولنه او ټول زدهکړیالان هیڅکله د دغه راز کړنو ملاتړ نکوي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د خپرو شويو تورونو د جزئیاتو په اړه نور څه ندي ويلي.
ویل کیږي، چې سردار احمد شکیب له زدهکړیالانو وغوښتل؛ خپلې ستونزې دې له اړوند چارواکو او یا شخصاً له ده سره شریکې کړي، چې ورته لاسرسی وشي.