تازه خبرونه
په اسلامآباد کې د امریکا سفیر د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې په اسلامآباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د سې شنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل او د هغو افغان کډوالو د بیا میشتېدنې په اړه یې، چې د امریکا پر شرایطو برابر دي؛ خبرې کړې دي.
د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې: د امریکا سفارت ویاند توماس مونټګومري ویلي، ډونالډ بلوم د دې لیدنې پر مهال پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو، ډیپلوماټیکو همکاریو پراخولو او په امریکا کې د بیا میشتیدنې پر شرایطو برابرو افغان وګړو؛ په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې خبرو کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز د وروستي سفر په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو پر ځینو مهمو اړخونو خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۴ ز. کال کې باید دواړه خواوې دوه اړخیزې اړیکې پراخې او نورې هم چټکې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار والي ملا شیرین اخوند پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې اسلامآباد ته رسېدلی دی.