تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د تعصب او تبعیض اجازه نشته – مولوي عبدالکبیر

په دې ناسته کې د پنجشېر ولایت چارواکو او قومي مشرانو د دې ولایت د بېخبنایي، نیمګړو پاتې او ودانیزو پروژو د پلې کېدا غوښتنه وکړه.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پنجشېر ولایت له یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اوسمهال افغانستان یو خپلواک او پیاوړی نظام لري او هیڅکله به تبعیض او تعصب ته اجازه ورنکړي.

مولوي عبدالکبير زیاته کړې؛ په هېواد کې د متوازنې ودې او پراختیا لپاره رغنيزې پروژې پيل شوې دي.

په دې ناسته کې د پنجشېر ولایت چارواکو او قومي مشرانو د دې ولایت د بېخبنایي، نیمګړو پاتې او ودانیزو پروژو د پلې کېدا غوښتنه وکړه.

یو شمېر مشرانو ټینګار کړی: هغه کسان، چې له بهر څخه د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات کوي؛ د پنجشېر استازیتوب نشي کولی او نه به یې افغانان ومني.

په دې ناسته کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي، د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي، د استخباراتو عمومي رییس او د وسله‌وال پوځ ستر درستیز برخه لرله او دا ډاډ څرګند شو، چې د پنجشېر د ستونزو حل ته به ډېره پاملرنه وشي.

Trending

Exit mobile version