تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې  ښځې د میراث، مهر او نورو بنسټیز حقونو برخمنې شوې

نوموړي د ښځو حقونه د خوندیتابه په اړه ویلي: په تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو پر هڅو شاوخوا ۲۰ زره ښځې د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو برخمنې شوې، چې  په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې معنا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او هغوی ته د اساسي حقونو د ورکولو په اړه د خپلو درې کلنو لاسته راوړنو لنډیز خپور کړ.

نوموړي د ښځو حقونه د خوندیتابه په اړه ویلي: په تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو پر هڅو شاوخوا ۲۰ زره ښځې د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو برخمنې شوې، چې  په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې معنا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱,۰۰۰ ورته پېښې ثبت او حل شوي دي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په تېرو درې کلونو کې د ۵,۰۰۰ هغو نکاح‌وو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر یا د پیسو په بدل کې یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس اړ کېدې او یا کم عمره نجونې سپینږیرو ته ورکول کېدې.

دغه راز زیاته شوې، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخه یې نیول شوې ده.

همدارنګه څرګندوي، چې په تېرو درې کلونو کې د کورنی تاوتریخوالي، ښځو ته  په کم نظر کتل، فزیکي او ذهني تشدد، له شرعي حقونو څخه محرومېدا او د ناسمو دودونو پر اساس د کمترۍ چلند  او په تېرو شپږ میاشتوو کې د ورته ۱۰۰۰ پېښو مخنیوی د یاد وزارت د هڅو په پایله کې ممکن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده او د ملګرو ملتونو استازولۍ( یوناما ) له افغان چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ګړندۍ هڅې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version