تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د اپتا تړون پر غزونه هوکړه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اپتا ترانیزیتي او سوداگریز تړون،چې په ۲۰۱۰میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی و، په کې د افغان سوداگرو په وینا؛پاکستاني لوري ډېر امتیازات تر لاسه کړي وه، د دغه تړون موده په تېر میلادي کال کې پای ته ورسیده،خو اوس د سوداگرۍ او صنایعو وزارت په دېتړون کې د کابل لخوا د نویو وړاندیزونو خبره کوي، چې په وینا یې د پاکستان لخوا به تر منل کیدو وروسته دغه تړون تمدید شي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاندمسافر قوقندي وایی،چې د اپتا تړون د تمدید تر څنگبه د دواړو هېوادونو تر منځ یو بل ترانزیتي تړون هم لاسلیک شي،چې له مخې به یې ټولې ترانزیتي ستونزې حل او له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگریزې چارې پراخې شي.

د اسلام آباد په دوه ورځنۍ ناسته کې افغان او پاکستانيو چارواکو پريکړه کړې؛د افغانستان باروړونکیو موترو ته به اجازه ورکړشي، چېد چمن او تورخم له بندرونو څخه په گټه پورته کولوله واگه څخه خپل سوداگریز مالونه هند ته ولیږدوي او په مقابل کې به پاکستاني باروړونکي موتر تاجکستان ته د خپلو سوداگریزو مالونو د لیږدله پاره شېرخان بندر کاروي.

خبریال: حال اسلم حجاب .

Trending

Exit mobile version