تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
Last Updated on: وری ۲۳, ۱۴۰۵
په اسلامآباد کې د امریکایي او ایراني پلاوي له شتون سره – سره ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.
د راپورونو له مخې؛ ایران په لبنان کې د جګړې بندول او د خپلو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د خبرو د پیل لپاره یو شرط وړاندې کړی و.
له اسلامآباد څخه د راډیو او ټلویزیون خبریال راپور ورکړ، چې امریکا د ایراني شتمنیو له خوشې کولو سره هوکړه کړې او په لبنان کې جګړه د هېواد تر جنوب پورې محدوده شوې ده.
دغه راز امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو هوکړه نده تائید کړې.
دا خبرې د امریکا او اسرائیلي رژیم ترمنځ له ایران سره له ۴۰ ورځو شخړې وروسته پیل شوې.