تازه خبرونه

په اسلام کلا کې له سوداګریزو توکو بار ۷۰ تښتول شوي موټر وموندل شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۳۹۹)

هرات والي ویلي، چې په اسلام کلا ګمرک کې له سوداګریزو توکو بار ۷۰ تښتول  شوي موټر کومانډو ځواکونو د ګمرک په اړوند کلیو کې موندلي دي.

سید وحید قتالي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې شاوخوا ۲۴۰۰ موټر له اور لګېدنې ایستل شوي او ۱۵۰۰ موټر ایران ته لېږدول شوي دي.

د هرات والي زیاته کړې، چې په پارکینګ کې د اورلګېدنې لامل د ګاز ټانکر سوري کېدل او د تېلو اور اخیستنه ده.

په هرات کې سوداګرو ویلي، چې له سوداګریزو توکو بار۵۰۰ موټر یې بشپړ سوزېدلي، چې له کبله یې له ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېر زیان وراوښتی دی.

دوی وایي، چې په اسلام كلا بندر کې دوه زره باروړونکي موټر ولاړ ول، چې پېنځه اویا په سلو کې یې خپلې تعرفې هم تحویل کړې وې؛ خو د مالېې وزارت مامورینو له خوا درول شوي وه.

د سوداګرۍ او پانګونې مسوولین وایې، د حکومت د سکتوري وزارتو فساد خصوصي  سکتور  له داسي درانده مالي زیان سره مخ كر.

دوی ویلي؛ په ټرانسپورټ وزرات کې فساد د ټرانسپورټ اعتصاب ته لار پرانيسته او د افغانسنان بانک فساد صرافي وترله او په ګمرکونو کې فساد او ناقانونه پیسو اخیستو د اسلام كلا ګمرک د اور لمبه کړ.

دوی خبر داری ورکوی که حکومت د خصوصي سګتور ستونزو حل نكري، د نفتي توكو کار بندیز به هم پيل شي۔

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه وي سید زمان هاشمي ویلي: ګمرکونه بیخی د فساد مرکزونه دې؛ بېخبناوې نلري، پارکینګ نشته، د اور وژنې امکانات نلري، نفتی او نور سوداكريز توكي پر يوه لاره تګ راتګ کوي . دا؛ خو له خصوصي سکتور سره همکاري نه، بلکې دښمني ده.

د خصوصي سکتور غړي وایي؛ که حکومت له دوی سره مرسته و نكري، د نفتی توکو واردوونکي به هم  کاري اعتصاب پيل کړي

دا په داسې حال کې ده، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلي ۱۰۰۰ موټر په حيرتان، ۱۵۰۰ آقينه کې ودرول شوي او ۲۵۰۰ لارۍ د كابل په شمال کې ولاړې دي. 

Trending

Exit mobile version