تازه خبرونه

په اسپانیا کې د افغانستان سفارت له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۲)

په اسپانیا کې د افغانستان سفارت د جمعې د ورځې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی او دغه وزارت ته د قونسلي چارو د اسنادو تصدیق لیکونه استول کېږي.

د دغې خبرتیا د څرګندونو له مخې: دا سفارت د هېواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسې ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او د ستونزو د حل لپاره دغه سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې او منظوره شوې ده. د قونسلي چارو اسناد به د معمول په څېر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد دغه خبرتیا بیا ځلې خپره کړې هم ده.

څلور ورځې مخکې په هالند کې د افغانستان سفارت هم څرګنده کړې، چې دغه سفارت په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره د قونسلګرۍ د چارو د پرمخ بیولو لپاره تعامل کړی دی.

Trending

Exit mobile version