تازه خبرونه

په افغانستان او پاکستان کې د بې‌ثباتۍ علت امریکا ده – سراج الحق

Published

on

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر پرون (شنبه د مرغومي ۲ ) په اسلام‌آباد کې د ایران له سفیر سره د خبرو پرمهال ویلي؛ امریکا د افغانستان د بېثباتۍ علت دی او په پاکستان کې ناامني پراخوي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند  مشر سراج الحق په دې کتنه کې ویلي: امریکا په سیمه کې د کړکېچونو اصلي ریښه ده او ځواکونه یې، چې په هرځای کې وي؛ ستونزې رامنځته کوي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ سراج الحق د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د غزې پر وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې کړې دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې رضا امیري مقدم هم په دې غونډه کې ویلي: هغو هېوادونو، چې له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي؛ باید پخپلو پرېکړو له سره غور وکړي.

Trending

Exit mobile version