روغتيا
په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښې مخ پر زیاتېدو دي – د روغتیا نړیواله ټولنه
دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په پېښو کې ۲۸۳ سلنه او په پاکستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال پر پرتله ۵۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: د بېړنۍ کمیټې له وروستۍ غونډې راپدېخوا د پولیو ۵۱ نوې پېښې ثبت شوي، چې ۱۷ یې په افغانستان او ۳۴ په پاکستان کې دي، چې له دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو پېښو شمېر ۶۲ ته ورسېد. دا په افغانستان کې د پولیو ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دا د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله په پاکستان کې د چاپېریال د نمونو په شمېر کې ۵۵۰ سلنه زیاتوالی دی. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۲۰۴ ته لوړ شوی.
د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو او فلج ناروغي په کې نده ختمه شوې.
د پولیو نښې د هر ناروغ ماشوم لپاره توپیر لري؛ تبه، زړه بدوالی، کانګې، د اشتها کموالی، کمزوری، د معدې درد او د ستوني درد د پولیو تر ټولو عامې نښې دي.
د ډاکټرانو په وینا کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، بې سوادي، د نفوسو تراکم، د اسهال ډېر خپرېدل او د ګوزڼ واکسین کم پوښښ هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو لامل ګرځي.
