تازه خبرونه

په افغانستان او پاکستان کې روانه ګډوډي د زغم نده- باجوه

Published

on

د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د چارشنبې پر ورځ د پېښور د چاودنې په اړه ویلي؛ افغانستان او پاکستان د بې قانونۍ او ګډوډۍ د مخنیوي وس له لاسه ورکړي، چې دا ډول حالت به د دواړو هېوادونو لپاره ویجاړونکې پایلې ولري.

باجوه د سې شنبې پر ورځ د پېښور په یوه مدرسه کې د چاودنې له ټپیانو څخه د لیدنې پر مهال، چې په کې ۷ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي؛ ویلي: په پاکستان کې میشت افغان کډوال باید د شکمنو خلکو په اړه ډېره پاملرنه وکړي او باید ترې خبر وي، چې په ترهګریزو هڅو کې ونه کارول شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز زیاته کړې چې هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره به له هیڅ راز هڅو ډډه ونکړي.

باجوه دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا له ترهګرۍ سره مخ دی؛ خو د سولې اړتیا دواړه هېوادونه نښلولي دي.

د پاکستان پولیسو منلې، چې چاودنه د سې شنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې یو نومیالي پاکستاني عالم د زبیریه جامع مدرسې په عمومي تالار کې د اسلامي زدکړې ځانګړی ټولګی راغوښتی و.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر هغه افغانان، چې په مدرسه کې یې زدکړې کولې هم ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version