سیمه ییز خبرونه

په افغانستان غوندې ټولنه كې سياسي او مدني مبارزه ډېرې هسكې ژورې لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يوه افغان مېرمن، چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه كوي، درې ځله پرې وسله وال بريد شوى او ټپي شوې، خو له هر ځل ټپي كېدو وروسته بيا پاڅېدلې او خپلې مبارزې ته يې زور وركړى.

له ښځو سره تاوتريخوالى په افغاني ټولنه كې څه نوې خبره نده، دا  تاوتريخوالى له لرو پرتو سيمو نيولې، بيا تر ښارونو پورې محسوس دى.

ندا كياني، چې د بغلان د ولايتي شورا غړې او د ښځو د حقونو مدافع ده، درې ځله په وسله وال بريد كې ټپي شوې ده.

نوموړې وايي، چې يو ځل هغه وخت پرې وسله وال بريد وشو، چې غوښتل يې دوې نجونې په بدو كې له وركړې وژغوري.

كه څه هم پر هغې د وسله وال بريد په تور يو شمېر كسان نيول شوي، خو كېاني وايي، چې اصلي بريدگر ځكه ندي نيول شوي، چې د دولت له ملاتړه برخمن دي.

د هغې د ټپونو درملنې په آلمان، هند او افغانستان كې نږدې يو كال ونيوه، خو اوس له رغېدو سره سره، هغه وايي، چې په سيمه كې لاهم گواښونه ورته كېږي.

نوموړې زياتوي، چې مبارزې ته دوام وركوي او گواښونه يې مخه نه شي نيولاى.

د بغلان امنيتي مسئولين په دې اړوند له څه ويلو ډه ډه كوي خو مېرمن كياني وايي، چې خپله دوسيه يې تعقيبوي.

Trending

Exit mobile version