تکنالوزی

په افغانستان كې افغان بېسيم او آريانا راډيو- ټلويزيون د څوك غواړي ميليونر شي او څوك غواړي د افغان بېسيم د اس ايم اس سيالۍ ميليونر وپېژندل شي، په زړه پورې ماښامنۍ لوبه رامنځته كړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان- كابل :

په افغانستان كې افغان بېسيم د مخابراتي سيستم او آريانا راډيو- ټلويزيون د سترټلويزيوني منځي په پاللو او رامنځته كولو كې مخكښه هڅه تر سره كړې، چې د ميليونر زړه راكښونكې ماښامنۍ لوبه يې؛ څوك غواړي ميليونر شي او څوك غواړي د افغان بيسيم د اس ايم اس پرمټ د ميليونر سيالۍ ته ور ودانگي، ترسرليك لاندې بشپړه كړې ده. افغان بيسيم هڅه كوي، چې د خپرونو په زړه پورې بهيرد افغانستان هنري نړۍ ته د نندارې لپاره وړاندې كړي. د افغان بيسيم او آريانا راډيو- ټلويزيون ترمنځ گډه پانگونه بې بېلگې ده.

د ميليونرهره خپرونه درې برخې لري: د ميليونركيدو په برخه كې د اس ام اس د سيالۍ له مخې ليدونكيو ته پوښتنه وړاندې كيږي؛  هرڅوك كولى شي په گرځند(مبايل) كې د پالونكي پوښتنې ته لنډ ځواب وړاندې كړي. لومړنى سړى، چې سم ځواب وركړي، اتل او يا گټونكى پېژندل كيږي.

د ميليونرخپرونې د اس ام اس پالونكى د ځواب وركوونكيو سم ځوابونه ترلاسه كوي او د ميليونرپه ژوندۍ خپرونه كې د افغان بيسيم د مباركۍ زيرى  او بلنه ورليږل كيږي.

ننداره كوونكي گډونوال هڅه كوي، چې د افغانستان بل نوى ميليونرشي. د افغان بيسيم د  اس ام اس گټونكى ميليونرهره شپه د سل امريكايي ډالرو، ډالۍ، ستاينليك او له لگښت پرته وياړ ترلاسه كوي.

د افغان بيسيم مدير و چلوونكي امين رامين د دغه سوله ييز بري او نوښت په اړه وويل:

څوك غواړي ميليونرشي خپرونه او افغان بيسيم ميليونرد اس ام اس پرمټ نه يوازې د مينه والو خيالات او تصورات راخپلوي، بلكې مونږ او ملت د يو كل په توگه په پرله پسې  اړيكو كې ساتي.

د ماښامنۍ ژوندۍ ټلويزيوني لوبې له خپرونې موخه د گرځند مينه والو تړاو له گډونوالو سره دى، چې د ټولو مينه والو د نه منونكي ډاډ د ځواكمنتيا څرگندويي كوي. افغان بيسيم د افغانستان له هغو خلكو سره، چې د ميليونر كيدو لپاره سيالي غواړي مرسته كوي.

د آريانا ټلويزيون د ميليونرخپرونه د اوونۍ(شنبې)  او درې نۍ(سه شنبې) ورځو د شپې له اته نيو تر نهو بجو خپريږي.

د افغان بيسيم په اړه: مركزي دفتر يې په كابل كې دى، چې د گرد افغانستان د ۴۰۰۰۰۰۰ مينه والو چوپړ ور په غاړه دى.

افغان بيسيم يو له هغو سترو كارواكانو(كارفرمايانو) دى، چې له ۴۵۰۰ ډېر كسان په كې په مستقيمه  او ۵۰۰۰ نور په نا مستقيمه توگه كار كوي.

افغان بيسيم  نه يوازې د سيمه ييزو او سوداگريزو سيمكارتونو او باندونو د اړيكو د وېش لارښوونه كوي، بلكې يو لړمعلوماتي او خبرتيايي آسانتياوې يې هم د خپلې ځانگړې ويبپاڼې له لارې درنو مينه والو ته وړاندې كړي، چې له غوره خپرونو يې خبرونه او ۵۹ دقيقې د يادولو وړ دي. دغه راز بشپړې څرگندونې يې درنو مينه والو ته په آرياناټلويزيون ويبپاڼه او آريانانيوز ويبپاڼه كې وړاندې شوې دي.

English to Persian translation

د افغان بسيسيد

www.afghan wireless.com

www.arianatelevision.com

ariananews.af
د آريانا راډيو- ټلويزيون په اړه: دغه شبكه د سناتور الحاج انجنيراحسان الله بيات په زيار نه يوازې په ټول افغانستان كې، بلكې د ستلايټ او انټرنيټ پرمټ نړيوالو ته هم د خپلو نومياليو خپرونو خپرونې وړاندې كوي.

د څوك غواړي ميليونرشي خلرونې د بشپړو خبرتياوو پر څرگندوونكي د اوښتو لپاره كولى شئ له محمد رمضان سره په لاندې شمېرې او برېښنليك اړيكې ټينگې كړئ:
93 700 801 846 00

mark.davis @ afghan– wireless.com

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version