سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې اووه اتيا سلنه ميرمنې له زور زياتي او تاوتريخوالي سره مخ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د وگړيو صندوق وايي، اووه اتيا سلنه ميرمنې په افغانستان كې له فزيكي زور زياتي او تاوتريخوالي سره مخ دي.

د ملگرو ملتونو د وگړيو د صندوق او په كابل كې د جاپان د سفارت تر منځ يو تړون لاسليك شو، چې له مخې به يي د ملگرو ملتونو دا اداره د دوه اعشاريه دوه ميليون دالرو په ارزښت د افغان ښځينه پوليسو او په اووه ولايتونو كې د حقوقي بنسټونو د وړتياو د لوړولو لپاره يوه پروژه تطبيق كړي، چې پيسې يې جاپان وركوي.

د دې دوه كلنې پروژې موخه دا ده، ې په ټولو كې د ښځو په وړاندې د زورزياتي پېښې لږ شي.

په افغانستان كي د ملگرو ملتونو د وگړيو د صندوق مرستيال لوفريد اوچان وايي:

له ميرمنو او نجونو سره تاوتريخوالى د كورنۍ د غړيو له خوا كيږي، لكه پلرونه، ميړونه، ورورڼه، د خسر كورنۍ، چي په دې حال كې دوستانه او ډاډمنو خدمتونو ته اړتيا لري.

په كابل كې د جاپان سفارت په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره پر پرلپسې كار ټينگار كوي.

په افغا نستان كي دجاپان سفير مرستيال مايو ماييدا وايي:

مونږ بايد دښځو په وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي او د افغان پوليسو او قانوني ارگانونو د ظرفيتونو د لوړولو په برخو كې زيات كار وكړو، چې افغان ميرمنې هم له خپلو حقونو برخمنې شي.

د كورنيو چارو وزارت د جندر رييسه مل پاسوال حكمت شاهي وايي:

په روان كال كې ورسره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۶۸۰ پېښې ثبت شوي. اړينه ده، چې د ښځينه پوليسو د وړتياوو د لوړولو لپاره زيات كار وشي او د ښځو په وړاندې روان تاوتريخوالى بند شي.

د چارواكو په وينا، دا پروژه به په راتلونكيو دوه كلونو كې په غور، فارياب، بادغيس، جوزجان، بلخ ،هرات او فراه ولايتونو كې د ښځينه پوليسو او حقوقي بنسټونو د وړتياوو د لوړوالي په موخه تطبيق شي.

Trending

Exit mobile version