سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې به له ۲۰۱۴ م كال وروسته هم جگړه روانه وي- د امريكا ستردرستيز
د امريكا ستر درستيز وايي، چې:
په افغانستان كې به له يوې لسيزې جگړو وروسته هم ستونزې دوام لري.
د ده په وينا:
ځكه، چې افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د دغه حقيقت شاهد دى.
د دغه امريكايي پوځي چارواكي د څرگندونو په غبرگون كې د ملي شورا يو شمېر غړي وايي، چې:
د ترهگرو پر هغو ځالو دې فشار راوړل شي، چې په افغانستان كې د جگړو د دوام لامل شوي دي.
د امريكا ستر درستيز افغانستان ته په سفر كې ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به هم وسلوال طالبان فعاليت ولري.
د امريكا لوى درستيز مارتين دمپسي وايي:
زه په دې باور يم، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به هم وسلوال طالبان همداسې د يو جدي گواښ په څېر د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې موجود وي.
د ولسي جرگې غړي فاطمه نظري او فرهاد مجيدي د دغه لوړ پوړي امريكايي پوځي چارواكي د څرگندونو په اړه انديښنه ښكاره كوي او وايي، چې:
په افغانستان كې د جگړې پاى ته رسيدل د پاكستان په خاوره كې د ترهگرو د ځالو له منځه وړلو سره تړاو لري.
دا په داسې حال كې ده، چې ويل كيږي لويې ترهگرې ډلې لكه د كويټي شورا، په وزيرستان كې د حقانې شبكه او د القاعدې شبكه په پاكستان كې ډاډمن پټنځايونه لري او په افغانستان كې پر افغان او بهرنيو ځواكونو ترهگريز بريدونه تنظيموي.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو د نېټي په رانږدې كيدو داسې څرگندونې اوس هم موجودې دي، چې گواكې له ۲۰۱۴ كال وروسته به هم په افغانستان كې جگړه دوام وكړي.