سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې به له ۸ زرو څخه تر ۱۲ زرو پورې د ناټو سرتېري پاته شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پنتاګون خبر وركوي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغانستان كې له اتو زرو څخه تر دولس زرو پورې د ناټو سرتېري پاته شي.

د ناټو د غړو هېوادونو دوه ورځينۍ ناسته د شنبې په شپه د ( کب ۴ ) پاى ته ورسېده.

د امريكا د دفاع وزير ليون پنيتا د دغې ناستې په پاى كې ووېل:

له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغانستان كې د ناټو له اتو زرو څخه تر دولسو زرو پورې سرتېري پاته شي تر څو په دغه هېواد كې د نړيوالو ځواكونو د جنګي ماموريت تر پاېه پورې د افغان ځواكونو د روزنې په برخه كې مرسته وكړي.

همدارنګه د المان د دفاع وزير توماس دمزير وایی، د امريكا د دفاع وزير له دې وړاندې راته ويلي وو، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواكونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هېواد كې د ناټو تړون له اتو زرو څخه تر دولسو زرو پورې سرتېري پاته شي.

په همدې حال كې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وايي:

په دغه غونډه كې يوازې په نورو لارو خبرې اترې شوي، خو په دې برخه كې هېڅ پرېكړه نده شوې.

نوموړي همدارنګه ووېل،( اجازه راكړی، چې په دوه ټكو ټينګار وكړم يو دا چې د افغان ځواكونو د شمېر په باب هېڅ ډول پرېكړه نده شوې او نه هم د دغو ځواكونو د مالي ملاتړ لپاره كوم نوى وړانديز شوى دى. دا هغه موضوع ده، چې په راتلونكې کې به حل شي.)

په همدې حال كې پوځي كارپوه نور الحق علومي وايي:

د افغان ځواكونو د روزنې او سمبالولو لپاره له اتو تر دولسو زرو بهرنيو سرتېرو شتون مهم دى.

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځينۍ غونډه له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې د ناټو د سرتېرو د ماموريت د  څرنګوالي په باب جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version