سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې به ډېر ژر له ۲۰۱۴م كال وروسته د ناتو ماموريت روښانه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ناتو به  ژر يوه داسې طرحه اعلام كړي، چې له ۲۰۱۴م كال وروسته په افغانستان كې د دغه سازمان ماموريت روښانه كوي.

د ناتو د پوځي كميټې رييس وايي، پر دې طرحه په روانه اوونۍ كې د ناتو دفاع وزيرانو بحث كړى.

د ناتو دا چارواكي افغان ځواكونه ښه ارزوي .

د ناتو سازمان دفاع وزيران د پنجشنبې په ورځ(د غويى۲۶) په بروكسل كې را ټول شول، چې په افغانستان كې  د خپل ماموريت د څرنگوالي په اړه بيا كتنه وكړي.

د ۲۰۱۴م كال تر پايه د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې د ماموريت دوام او له وتلو وروسته د دوى د ماموريت څرنگوالى د دې ناستې عمده موضوعات دي.

د ناتو پوځي كميتې رييس جنرال كنود بارتلس ويلي:

د ناتو تړون له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې د نوي ماموريت په اړه هوډمن دى، مونږ په افغانستان كې له ۲۰۱۴م كال وروسته د نوې دندې په اړه ښه طرحه جوړه كړې، چې د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډه كې پرې خبرې وشوې، چې په راتلونكې اوونۍ كې به نهايي شي .

د ناتو دفاع وزيرانو دغه راز ژمنه كړې، چې د وسله والو پرضد جگړه به تر راتلوونكيو نولس مياشتو وغزوي.

دغه راز ويل شوي، چې په دې غونډه كې  د پوليسو د مالي سرچينو د  تمويل او د طالبانو پرضد د افغان ځواكونو د ځواكمنتيا پر سر هم  خبرې شوې دي.

د ناټو د پوځي كميتې رييس جنرال كنود بارتلس وايي:

ناتو ځواكونه د ۲۰۱۴ م كال تر پايه د وسله والو  پر ضد په مبارزه كې متحد  دي. غوره به دا وي، چې په دې موده كې د افغان ځواكونو ځواكمنتيا ته هم  پاملرنه وشي. ناتو باور لري، چې اوس افغان ځواكونه ښه وړتيا لري او اوس د افغانستان د ډېرو سيمو د امنيت په ټينگښت كې ونډه لري . د افغان ځواكونو د ځواكمنتيا په اړه د ناتو دفاع وزيرانو ارزونه مثبته ده .

دا ناسته په داسې حال كې جوړيږي، چې تر راتلونكيو اووه مياشتو به د ټول افغانستان امنيتي مسووليت افغان ځواكونو ته وسپارل شي او د ۲۰۱۴م كال تر پايه به په افغانستان كې د ناتو پوځي ماموريت پاى ته ورسيږي او دا ځواكونه به روزنيز رول ولري.

Trending

Exit mobile version