سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې خبريالان له تاوتريخوالي سره مخ دي
د خبريالانو مدافع بنسټونه وايي، چې:
په افغانستان كې اوس هم خبريالان له ستونزو سره مخ دي.
د آزادو رسنيو ملاتړ اداره وايي، چې په تېرميلادي كال كې د تاتريخوالي څلويښت پيښې ثبت شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مني، چې ژورنالستانو له تېرو يوولس كلونو را پديخوا ډېرې ربړې گاللي او اوس هم داسې كسان شته، چې د خبريالانو په وړاندې ستونزې جوړوي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي وايي، چې راتلونكى كال به د رسنيو لپاره له ستونزو ډك كال وي.
د آزادو رسنيو ملاتړ ادارې رييس صديق الله توحيدي درسنيو د آزادۍ د ورځې په مناسبت د افغانستان د ژورنالستانو د فدراسيون غونډې ته په خبرو كې د اطلاعاتو او فرهنگ پر وزارت نيوكه وكړه، چې په دې اړه هيڅ پلان نه لري.
په همدې وخت كې يو شمېر خبريالان وايي، چې د كار په بهير او په ځانگړي توگه د معلوماتو په ترلاسه كولو كې ستونزې لري.
دا خبريالان په ډاگه كوي، چې كه څه هم له تېرو يوولس كلونو را پديخوا د خبريالانو د دفاع په نامه بېلابېل بنسټونه جوړشوي، خو د خبريالانو په وړاندې اوس هم ډېرې ستونزې په ځاى پرتې دي.