سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې خبريالان له ستونزو سره مخ دي
د افغانستان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره وايي:
ډېر لوړ پوړي دولتي چارواكي حاضر نه دي، چې په آسانۍ خبريالانو ته معلومات وركړي.
د افغانستان له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي وايي:
دغه اداره له عدليې وزارت څخه غواړي، چې معلوماتو ته د لاسرسۍ د قانون مسوده د اړوند بنسټونو له لارې ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وليږي.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې د عمومي انستيتوپ سرپرست عبدالروف هروي وايي:
پر دغه قانون اوس هم څېړنې روانې دي او له اړوند وزارتونو سره له شريكولو وروسته به دغه قانون د روان لمريز كال تر پايه ولسي جرگې ته وليږل شي.
كه څه هم په دې ورستيو كې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معلوماتو ته د لاسرسي قانون مسوده جوړه او عدليې وزارت ته ليږلې، خو تر اوسه دغه مسوده د تصويب لپاره ولسي جرگې ته نه ده رسيدلې.
د نى ادارې چارواكي د پرتو نادري د دوسيې تعقيب غير قانوني بولي او له اړوندو وزارتونو او بنسټونو څخه غواړي، چې د نوموړي د جلب امر لغوه كړي.
دغه بنسټ همدا راز له كورنيو چارو له وزارت څخه غواړي، چې خبريالانو ته د تخار د امنيه كوماندانۍ د سپكاوي موضوع هم وڅېړي.
د دغه بنسټ د چارواكو په وينا :
د تخار د امنيه كوماندان او خبريالانو تر منځ جنچال د دې لامل شو، چې د تخار خبريالان ولسمشر ته پرانستى ليك وليږي او لا تر اوسه د تخار خبريالان له پوليسو سره اړوند خبرونه نه خپروي.
افغانستان په تېرو لس كلونو كې د رسنيو د پراخيتا په برخه كې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو دغه لاسته راوړنې له زرگونه ننگونو سره مخ وې.
