سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې دې د رسنيو اخلاقي اصول تصويب شي
په كابل كې د يكشنبې په ورځ۹د وږي۳۱) د رسنيو يو شمېر ملاتړيو بنسټونو د رسنيو د اخلاقي اصولو نړيواله ورځ ونمانځله.
د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې اجرائيوي رييس فهيم دشتي وايي:
تراوسه هم د افغانستان رسنۍ، د رسنيو تصويب شوي اخلاقي اصول نه لري. كه څه هم د رسنيو يو شمېر ملاتړيو بنسټونو په دې اړه يوه مسوده جوړه كړې؛ خو د مالي ملاتړ د نشتوالي له كبله تراوسه نه ده تصويب شوې.
د افغانستان د رسنيو ملاتړ ادارې رييس صديق الله توحيدي په بشپړ ټينگار وويل، چې تر راتلونكيو څو مياشتو پورې به په افغانستان كې د ولسمشرۍ ټاكنې ترسره شي؛ ځكه، نو د خبريالانو له خوا د اخلاقي اصولو موجوديت ډېر مهم گڼل كيږي.
ښاغلى توحيدي زياتوي، د ولسشرۍ د ټاكنو له رانږدې كيدو سره سم د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه لوړه شوې ده.
د نى اجرائيوي رييس مجيب خلوتگر له خبريالانو سره د ناوړه چلند د راكمولو لپاره له كورنيو چارو وزارت سره د يو لارښود له جوړولو خبر وركړ.
دا بنسټونه وايي، په هېواد كې ډېر ناوړه چلن د حكومتي چارواكو او په ځانگړي توگه د پوليسو له خو شوى دى.