سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې دې طالبان باعزته ژوند وكړي- حامد كرزى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزي د كمكي اختر لمونځ په ارگ كې د يو شمېر دولتي چارواكو او كابل ښاريانو په حضور كې ادا كړ.

افغان ولسمشر حامد كرزي د لمونځ له ادا كولو وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان ملت او اسلامي نړۍ ته د اختر مباركي وركړه.

ښاغلي حامد كرزي الله(ج) ته دعا وكړه، چې د دې اختر په بركت د افغانستان او ټولې نړۍ مسلمانان د بهرنيانو له شر څخه وژغوري.

ولسمشر حامد كرزي يو ځل بيا طالبانو ته په خطاب كې وويل:

په ځلونو مې له طالبانو غوښتي، چې ځانونه د بهرنيو له فرمان څخه وژغوري، خپلې وسلې پر ځمكه كيدي او په كور دننه با عزته ژوند خپل كړي.

ولسمشر حامد كرزي د افغان وسلوال ځواك د قربانيانو كورنيو ته په خطاب كې وويل:

د هېواد بيداره وسلوال ځواك د خپل هېواد له ملي ارزښتونو څخه رښتينې او شجاعانه دفاع كړې او يو شمېر وسلوالو پوځيانو د خپلو خلكو له شرف او عزت څخه د دفاع په لار كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

ولسمشر د افغانستان خلكو ته په خطاب كې زياته كړه، چې د دې هېواد د سولې دښمنانو لكه د تېرو كلونو په څېر لسگونه هېواد وال د واټ ماين په چاودنو او نورو ترهگريزو كړنو شهيدان كړي دي.

Trending

Exit mobile version