سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې دې علما د تاوتريخوالي او وينو توييدو مخنيوى وكړي
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت په افغانستان كې د تاوتريخوالي او وينو توييدو د مخنيوي لپاره د ديني عالمانو مسووليت مهم بولي.
د دې وزارت چارواكي وايې:
ديني عالمان كولى شي وسله وال مخالفين سولې ته را وبولي.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مرستيال د غوره حكومت داري لپاره د عالمانو رول مهم وباله.
د ده په وينا ديني عالمان كولى شي، په ټولنه كې د اخلاقي او اداري فساد او نورو ستونزو د مخنيوي لپاره گټورې هڅې ترسره كړي.
د پوهني وزارت د اسلامي زده كړو معينيت په كابل كې د هېواد د يو شمېر ولايتونو د عالمانو په گدون د يكشنبې په ورځ(د لړم ۲۱) يو درې ورځنى سيمنار جوړكړ.
په دې سيمناركې د ځينو ولايتونو يو شمېر ديني عالمانو هم برخه درلوده.
د ولسمشر سلاكارنعمت الله شهراني د ټولنې په اصلاح او د غوره حكومت داري لپاره د ديني عالمانو رول مهم او گټور وباله.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت مرستيال عبدالحكيم منيب وايي، چې:
په افغانستان كې له وينه توييدو څخه د مخنيوي لپاره د عالمانو ونده ډېره مهمه ده .
دولسي جرگې غړى عبدالواهاب عرفان وايي:
دا د دوى مسووليت دى، چې په هېواد كې د شته ستونزو د حل لپاره گړندۍ هڅې وكړي.
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفرهم په سياسي، فرهنگي او ټولنيزو چارو كې د ديني عالمانو ونډه مهمه او ارزښتمنه وبلله.
هغې وويل:
په ټولنه كې ديني عالمان له بشپړباوربرخمن دي؛ نو اړينه ده، چې هغوى د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره لازمې هڅې وكړي، چې ښځې پخپلو روا حقونو لاس رسي ته ورسيږي.