سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د آسترليايي ځواكونو وروستۍ پوځي اډه هم وتړل شوه
د ترهگرۍ په وړاندې له دولس كلنې جگړې وروسته آسترليايي وروستيو ځواكونو هم له افغانستان څخه كډه بار كړه.
دغه ځواكونه د روزگان ولايت په ترينكوټ كه له ۲۰۰۵م كال څخه تر دې دمه ځاى په ځاى شوي ول.
د آسترليا صدراعظم توني ابوت وايلي دي، چې:
مونږ د خپلو ځواكونو اوږد شتون پاى ته ورساوه. دا جگړه پاى ته رسيږي، چې نه بريا لري او نه ماته؛ خو په دې هيله، چې افغانستان او په ځانگړي توگه روزگان ولايت د ژوندانه لپاره غوره ځاى شي. زه په دې باور لرم، چې هيله مو همدا ده.
ويل كيږي، چې په افغانستان كې د آسترليا ۴۰ سرتېري وژل شوي او ۲۶۱ نورو يې ټپونه ليدلي دي.
د آسترليا صدراعظم په دې اړه وايي:
زمونږ د ځواكونو سرښندنې بې ځايه نه دي. كه څه هم هغو كورنيو ته، چې خپل خواخوږي يې له لاسه وركړي؛ له مونږ ښه خاطره نه لري، خو دا دوره زمونږ په تاريخ كې د وياړ وړ ده، چې كولى شو په بشپړ درناوي ترې يادونه وكړو.
د آسترليا دفاع وزير ديويد جانسون په ډاگه كړې، چې:
آسترليايي ځواكونو د يكشنبې په ورځ(د ليندۍ ۲۴) د روزگان په ترينكوټ كې د خپلې اډې له تړل كيدو سره سم خپل هېواد ته راليږدول شوي او خپل هېواد ته يې له ځانو سره د ډاډ وړ تجربه هم راوړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې له ۱۰۵۰ آسترليايي ځواكونو څخه څه ناڅه ۴۰۰ تنه تر راتلونكي كال پورې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې په هيله پاتې شوي دي.
دغه راز آستراليا ژمنه كړې، چې له افغان ځواكونو سره د مرستې لپاره به هر كال ۱۰۰ ميليون دالر مرسته هم كوي.